CRI Online

د ډيموکراتيکې کوريا چارواکی : د دغه هېواد پر حکومتي چارواکو بنديزونه د امريکا پاروونکی عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 11:18:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډيموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزارت د امريکا څيړنيزې ادارې د پاليسيو څيړنيز دفتر مشر د ډسمبر په ۱۶مه نېټه وويل،امريکا د بشري حقوقو د نقض په پلمه د ډيموکراتيکې کوريا پر حکومتي چارواکو بنديزونه لګولي چې دا د امريکا پاروونکی عمل دی.

دغه چارواکي چې د خپل نوم له اخستلو يې ډډه کړی ويلي ، د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو تر منځ د سينګاپور له ليدنې وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ګډون د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي هره ورځ پر ديموکراتيکې کوريا تهمتونه لګوي. د امريکا د بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو پر ديموکراتيکې کوريا تور لګولی چې دغه هېواد د پيسو په ناقانونه معاملو، د بيړيو له لارې په ناقانونه معاملو او په انټرنيټي بريدونو کې لاس لري امريکا په دي پلمه څو څو ځله د دې هېواد حتی د روسيې په ګډون د نورو هېوادونو پر شرکتونو او شخصيتونو بنديزونه لګولي دي. نوموړي ويلي چې په دې وروستيو ورځو کې امريکا يو ځل بيا د بشري حقوقو د نقض په پلمه د ديموکراتيکې کوريا پر حکومتي چارواکو بنديزونه لګولي چې دا د امريکا پاروونکی عمل دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای