د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين پنځلسم نړيوال پولي فورم د ډسمبر په شپاړلسمه نېټه پای ته ورسېد. د BRICS هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک مرستيال مشر سرچيس په دې فورم کې وويل، د سږ کال تر پای پورې به د د BRICS هېوادونو د نوي پرمختيايي بانک لخوا د منظور شويو پروژو ارزښت اته مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. دغه پروژې په عمده توګه له پاکو او بيا کارېدونکو انرژيو سره اړه لري.
د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کې، چين، برازيل، روسيې، هند او جنوبي افريقا د برازيل په فورتاليزا کې د نوي پرمختيايي بانک د جوړولو تړون لاسليک کړ. دغه بانک په خپلو چارو کې د بنسټيزو تاًسيساتو جوړونې او د دوامدار پرمختګ پروژو ته لومړيتوب ورکوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |