CRI Online

د اقليمي بدلون په هکله د م م د کاتويس غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 12:37:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ډسمبر د ۱۵مې نيټې په شپه تر څوارلسو ورځو او دېرشو ساعتونو وروسته د اقليمي بدلون په هکله د م م د کاتويس غونډه پای ته ورسيده او پکې د پاريس تړون د جزياتو په هکله خبرې اترې تر سره شوې،يو لړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې ، د ياد تړون بېلا بېلې مادې په هر اړخيزه توګه پلې شوې او ورڅخه د عدالت او د ګډو خو بېلابېلو مسئوليتونو اصول ښکاري.

د اقليمي بدلون د خبرو اترو په هکله د چيني پلاوي مشر او د اقليمي بدلون چارو د چين ځانګړی استازي شي جن هوا تر غونډې وروسته وويل چې له دغې غونډې څخه د څو اړخيزم برياليتوب او د څو اړخيز ميکانيزم اغيز څرګنديږي.د غونډې له ټولو نتيجو څخه د بېلا بېلو هېوادونو له مشخصاتو سره سم د عدالت او د ګډو خو بېلا بېلو مسئوليتونو په تړاو بنسټيز اصول ښکاري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای