د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال لپاره په های نان ولايت کې د کرنيزو توليداتو ژمنۍ نړيواله معامله د ډسمبر په ۱۶مه نېټه پای ته ورسيده او د سپارښتنو ارزښت يې ۷۷ مليارډه او ۲۳۷ مليونه يوانه و چې په نتيجه کې يې نوی ريکاډ جوړ کړی دی.
په دې معامله کې ټولټال د ۳۴ هېوادونو او سيمو ۱۳۸ تصديو او شرکتونو ګډون کړی او ۴۰۰ ډوله کرنيز توليدات د يو کمربند او يوې لارې په غرفو کې نندارچيانو ته وړاندې شوي وو.په ۲۰۱۹ کال کې به دغه ولايت په کرنيزو چارو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو او سيمو سره همکارۍ وکړي او د دې ترڅنګ د اسرائيلو، سريلانکا،فليپين او ټايلند په شمول له نورو هېوادونو سره به هم همکاري وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |