CRI Online

د چين امپراطورۍ ماڼۍ د موزيم له خوا د منل شويو نندارچيانو شمېر لومړی ځل له ۱۷ مليونو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 15:53:59

د چين د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم د ډسمبر په ۱۵مه نېټه خبر ور کړ چې په دې وروستيو ورځو کې ۱۷۰۰ م نندارچی دغې ماڼۍ ته رارسيدلی چې له امله يې د دې موزيم له خوا د منل شويو نندارچيانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۱۷ مليونو څخه اوښتی دی.

ياد موزيم وويل چې د يوې شمېرنې له مخې د څه کم ۳۰ کلنو نندارچيانو شمېر او له ۳۰ کلنو څخه تر ۴۰ کلنو پورې د نندارچيانو شمېر او له ۴۰ کلنو څخه تر ۵۰ کلنو پورې د نندارچيانو شمېر په جلا جلا توګه د منل شويو نندارچيانو د عمومي شمېر په سلو کې ۴۰ ، په سلو کې ۲۴ او په سلو کې ۱۷.۵ برخه نيسي.د خبر له مخې په ۲۰۱۸ کال کې دغې ماڼۍ ته د نندارچيانو شمېر پنځه مليونه او دوه لکه او څلوېښت زره تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۳ کال په پرتله يو برابر زيات شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای