CRI Online

په مصر کې د چين انټرنېټي شرکت پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 17:32:56

محمود صالح د Anawin شرکت هغه کارکوونکی دی چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په يوه لرغونې ودانۍ کې د کمپوتر لخوا غوره شوي خبرونه ايډيټ کوي او وروسته د مصر خلک کولی شي چې د Anawin خبري اپليکېشن له لارې دا ډول خبرونه تر لاسه کړي.

صالح وويل، Anawin اپليکېشن په عمده ډول د سياست، اقتصاد او سپورټ په باب خبرونو ته پاملرنه کوي. اپليکېشن د دې وړتيا لري چې د هر کارونکي علاقه معلومه او د هغه د خوښې او علاقې وړ خبرونه ورته وړاندې کړي. تر اوسه پورې دغه اپليکېشن تر پنځه لکو ډېر ځله ډانلوډ شوي او هره ورځ يې له يو لکو ډېر کسان کاروي.

ياد اپليکېشن د چين د OneMena انټرنېټي شرکت لخوا جوړ شوی دی. صالح د دې شرکت مصري کارکوونکی دی.

صالح وويل، اوس مصر د ټېليفون اپليکېشنونو په ډګر کې ډېر پرمختګ نه دی موندلی. له چيني همکارانو څخه مو ډېره پوهنه زده کړې ده. دا زما لپاره يو پوره نوی ډګر دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای