د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۱۷مه نېټه د ياد وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين "يوکمربند او يوه لار " وړانديز د نړيوالې اقتصادي همکارۍ اړونديږي. دغه وړانديز له جيوپوليتيکس سره تړاو نه لري او له نورو سره د سيالي لپاره ستراتېژيکه وسيله هم نه ده.
د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر مرستيال پدې وروستيو کې ويلي چې په افريقا کې د چين لويه پيمانه پانګونه د دغه هېواد د يوه کمربند او يوې لارې ستراتېژۍ يوه برخه ده چې وروستۍ موخه يې پر نړۍ د تسلط پيدا کول ده. هوا چون ينګ پدې اړه وويل، د چين د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز موخه دا ده چې نړيوالې اقتصادي ودې ته د بېلابېلو خواوو ترمنځ د مساوي او پر متقابلو ګټو ولاړې همکارۍ له لارې نوی خوځنده ځواک ورکړي څو د بېلابېلو هېوادونو ګډه وده وهڅول شي او د پرمختګ نابرابري کمه شي.
هوا چون ينګ زياته کړه چې له پنځو کلونو راپدې خوا د "يوه کمربند او يوې لارې" وړانديز په عملي کولو کې ډېر برياليتوبونه ترلاسه شوي دي. هيله ده چې نور هېوادونه په عيني ډول د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ ته وګوري او د چين په شان د پرمختيايي هېوادونو لپاره خدمتونه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |