د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ په جونګ نان های کې په جلا جلا ډول د هانکانګ له مشرې کاري لام او د ماکاو له مشر فيناندو چوی سای اون سره وکتل، او د هانکانګ او ماکاو د اوسنيو حالاتو او د ځايي حکومتونو د کارونو په اړه يې د دوی راپورونه واورېدل. شي جين پينګ وويل، موږ به په راتلونکې کې هم د يو هېواد، دوو سيستمونو په نوم پاليسۍ ټينګار وکړو، له هانکانګ او ماکاو سره به مرسته چې د چين د پرمختګ په پلان کې ګډون وکړي څو دواړو سيمو ته نوی پرمختګ ورکړل شي.
په همدې ورځ کې د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په جلا جلا توګه له کاري لام او فيناندو چوی سای اون سره وکتل او د هغوی کاري راپورنه يې واورېدل.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |