CRI Online

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د نوي پړاو په پيلېدو سره، ددغه هېواد په اړه په درېيو برخو کې پوهاوی ترلاسه کېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 20:44:03

سږکال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی،د لوېديځو هېوادونو په ټولنو کې د چين اړوندو موضوعاتو په اړه ډېر بحثونه کېږي، د بېلګې په توګه"د چين راتلونکی به څه څنګه وي" ،"چين ملګری يا سيال دی"، "چين فرصت رامنځ ته کوي که ننګونې". د چين په اړه د پوهاوي په نوم درېيم نړيوال کنفرانس د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه پرانيستل شو چې يادو پوښتنو ته د ځواب پيدا کولو لپاره ډېر اهميت لري.

د چين په اړه د پوهاوي نړيوال کنفرانس په ۲۰۱۳ کال او ۲۰۱۵ کال کې په بېجينګ کې دوه ځلې ترسره شوی وو او موخه يې د چين په اړه د نړۍ د معلوماتو زياتوالی او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادله او همکارۍ پياوړتيا ده.په روان کنفرانس کې نږدې ۶۰۰ کسانو ګډون کړی چې پکې نږدې ۴۰ مشهور سياستوال، ستراتېژي پوهان او سوداګر هم شامل وو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه کنفرانس ته د مبارکۍ په پيغام کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به ژورو اصلاحاتو او او ورخلاصون ته دوام ورکړي،د پرمختګ په اړه به په ټينګه نوې مفکوره عملي کړي ، د خپل اقتصادي پرمختګ کيفيت به لوړ کړي او نړۍ ته به د زياتو همکاريزو فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې وکړي. د شي جين پينګ يادو څرګندونو د لوېديځو هېوادونو د ټولنو د پاملرنې وړ موضوعاتو ته ځوابونه ورکړي او په روان کنفرانس کې يې د چين د پرمختګ پر نوي خوځنده ځواک او د نړيوالې همکارۍ پر نويو فرصتونو د چيني او بهرنيو ګډون کوونکو ترمنځ تاوده بحثونه هم پارولي دي.

د چين په اړه د نړيوالې ټولنې ، په تېره بيا د لويديځې ټولنې په ډول ډول بحثونو کې درې پوښتنې راخلاصه کېدای شي، يعنې چين څه ډول هېواد دی؟ دا هېواد څه تجربه کړي او په کوم لوري به حرکت وکړي؟ دغو پوښتنو ته د چين په اړه د پوهاوي په روان کنفرانس کې چيني او بهرنيو ګډون کوونکو مېلمنو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون، تاريخ او راتلونکې له پلوه په جلاجلاتوګه ځوابونه ورکړي دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کمېټې د بهرنيو چارو کمېټې د دفتر رئيس، يانګ جه د ياد کنفرانس پرانيستونکو مراسمو ته په خپلې وينا کې پورته لومړۍ پوښتنې ته ځواب ورکړ او ويې ويل چې که نړيواله ټولنه هغو ټکو ته متوجه شي چې چين پر سوله ييز پرمختګ ټينګار کړی او کوي يې، پر متقابلو ګټو ولاړه همکاري هڅوي، پر عدالت ټينګار کوي، عام امنيت لټوي او د بېلابېلو خواوو ترمنځ د توپيرونو د شتون سره سره هم همغږي رامنځ ته کول غواړي، نو چين به ښه وپېژني.

دوهمې پوښتنې ته ځواب د چين د نوښت او پرمختګ ستراتېژۍ د څېړنيز مرکز د مشر جنګ بي جيان په وينا کې پيدا کيږي. جنګ بي جيان څو بېلګې وړاندې کړې چې ترې د چين پرمختګ او نيمګړتيا ښکاريږي. مثلاً په ۱۹۷۸ کال کې د چين جي ډي پي يوازې ۳۶۰ مليارډ ژن مين بي يوان وو، خو له ۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته په ۲۰۱۷ کال کې دغه شمېر ۸۲۰۰۰مليارډو ژن مين بي يوانو ته زيات شوی، خو د هر تن پر سر په نړۍ کې يوازې اويايم ځای نيسي. همداراز چين د نړۍ لوی توليدونکی هېواد دی، خو توليدي کچه يې لاهم ټيټه ده، له دغو بېلګو څخه څرګندېږي چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی پړاو د تېرو څلوېښتو کلنو برياليتوبونو پر بنسټ شوع شوی دی .

چين چې د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی پړاو يې پيل شوی، په کوم لوري به حرکت وکړي؟ په کنفرانس کې ګډون کوونکو پدې اړه نظر وښود چې ځواب يې روښانه دی او د هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې له هغې موخې څخه ښکاريږي چې د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وړاندې شوې ده، يعنې ۲۰۲۰ کال مخکې په بشپړه توګه به نسبتاً شتمنه ټولنه رامنځ ته شي،له ۲۰۳۵ کال مخکې به د سوسياليستي عصري کېدو بهي عمومي توګه بشپړ شي او د روانې پيړۍ له نيمايي مخکې به چين پياوړی، ډيموکراتيک، متمدن، همغږی او ښکلی سوسياليستي هېواد وګرځي. چين به د دغې موخې د پوره کولو لپاره د بازار ځواک او ابتکاري قوت لوړولو ته زياتې پاملرنې وکړي، د دې ترڅنګ به د بېلابېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک او ګډو ګټو ټولنه جوړه کړي.

عدالت د پوهاوي په زياتېدو سره رامنځته کيږي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د نوي پيل په مهمه شېبه کې د نړۍ مشهورو سياستوال، ستراتېژي پوهان او سوداګر په بېچينګ کې راغونډ شوي او په درېيو ورځو کې يې د چين د پرمختګ پر نوی ځوځنده ځواک او د نړيوالې همکارۍ پر نويو فرصتونو ډېر بحثونه کړي چې دا به نه يوازې د چين په اړه د لويديځې ټولنې د پوهاوي لپاره، بلکې د نړۍ د ګډې ودې لپاره هم ګټه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای