CRI Online

د خلکو ورځپاڼې هغه تبصره خپره کړه چې مضمون يې په نوې زمانه کې د نوي عجيب کار تر سره کول يعنې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې نمانځل دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 10:20:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د خلکو ورځپاڼې هغه تبصره خپره کړه چې مضمون يې په نوې زمانه کې د نوي عجيب کار تر سره کول يعنې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې نمانځل دي.

په تبصره کې ليکل شوي چې په ۱۹۷۸ کال کې د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کميټې د ټولو غړو درېيمه غونډه تر سره شوه چې په نتيجه کې يې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير پيل شو.زموږ د ګوند تر مشرۍ لاندې دغه نوی ستر انقلاب د دولتي سمسورتيا او پرمختګ د يوې حماسې غوندې دی چې له دې امله يې د چين د ملي سمسورتيا بهير پيل شوی دی .دغه انقلاب نه يوازې په ژوره توګه چين بدل کړی بلکې پر نړۍ يې ژوره اغيزه کړې ده.

په دې تبصره کې راغلي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ دې ته اشاره کړې چې اصلاحات او ورخلاصون نه يوازې کليدي انتخاب او د خوځنده ځواک د راپارولو سرچينه ده بلکې د هېواد د غښتليتوب او د خلکو د شتمنېدو سمه لار هم ده. په دې وجه د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې په بې سارې توګه د اصلاحاتو د ژورتيا د پرمخبيولو لپاره هڅې کړې تر څو د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شي.نن ورځ اصلاحات او ورخلاصون لاهم د اوسني چين څرګنده ځانګړتيا ده او په نوې تاريخي موده کې زموږ د ګوند څرګند بيرغ هم ګڼل کيږي .د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره په پوره توګه غوره کيږي چې دا لاهم د چينايانو ګډه هيله ده او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره کليدی ګام هم دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای