د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاورف د ډسمبر په اوولسمه نېټه وويل چې د اوکراين مقامات به د روانې مياشتې په پای کې په کريميا کې لمسوونکي عملونه تر سره کړي،روسيه به له دې حالت سره د مقابلې لپاره لازم تدبيرونه ونيسي ،خو ور سره به جګړه ونه کړي.
دغه څرګندونې نوموړي په همدې ورځ د کومسومولسکيايا پرودا ويبپاڼې په ويډيويي پروګرام کې وکړې ، خو هغه په عين وخت کې وويل چې تاسو ته دا تائيدووچې له اوکراين سره به جګړه ونه کړو.
هغه زياته کړه چې د اوکراين لويديځو هېوادونو پلويانو ور ته وړانديز کړی و چې د پوځي لمسوونکو عملونو له لارې نړيوالو ته وښيي چې روسيه پر اوکراين حمله کول غواړي تر څو روسيه له بنديزونو سره مخ شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |