د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغان چارو په اړه د م م سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو د دسمبر په ۱۷مه نېټه د امنيت شورا ته د يو رپوټ په وړاندې کولو سره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي د افغانستان له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له زور زياتي څخه لاس واخلي او يو پر بل اعتبار وکړي څو چې سره خبرې اترې وکړي. هغه وويل چې د جګړې تر څنګ د خبرو اترو تر سره کېدل د سوله ييز بهير په پيل کې عادي حالت دی، خو جنګي عمليات کله کله پر سوله ييز بهير اغېزه کوي. هغه هيله وښودله چې سيمه ييز هېوادونه د سوله ييزو خبرو اترو لپاره ښه چاپېريال برابر کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |