د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په لبنان کې د لنډ مهال لپاره د م.م ځواکونو د ډسمبر په اوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د لبنان په جنوب کې له اسراييلو سره د سرحداتو په اوږدو کې څلور تونلونه شته چې له دې جملې څخه دوه يې د دوو هېوادونو له لنډ مهالي سرحدي کرښې نه تېرېږي.
په لبنان کې د لنډمهال لپاره د م.م سوله ساتو ځواکونو په همدې ورځ د دواړو هېوادونو لنډ مهالو سرحدي کرښې ته د تلاشۍ تخنيکي ټيمونه ورولېږل او له ارزونې وروسته يې د يادو څلورو تونلونو د موجوديت خبر ورکړ .
د مالوماتو له مخې د دواړو هيوادونو تر منځ ياد تونلونه د امنيت شورا د ۱۷۰۱م پرېکړه ليک سره په ټکر کې جوړ شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |