CRI Online

لسو بهرنيانو د چين د اصلاحاتو او دوستۍ د وياړ نښانونه تر لاسه کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 11:14:09

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د الېن مريکس په شمول لسو بهرنيو دوستانو ته د چين د اصلاحاتو او دوستۍ د وياړ نښانونه ور کړل او له دې لارې يې د دوی هغه خدمتونه وستايل چې له اوږدې مودې راهيسې يې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ ،د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د ګډون او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له چارو څخه د ملاتړ لپاره خپلې هڅې کړې دي.د دې ترڅنګ د چين حکومت له نړيوالې ټولنې څخه مننه څرګنده کړه چې د چين له يادو چارو څخه يې ملاتړ کړی دی.

دغه بهرني دوستان دا دي:د چين د طبي او روغتيايي چارو د پرمختګ او د بهرنۍ همکارۍ هڅوونکی ـــ الېن ميريکس،د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د فابريکې لومړی بهرنی مشر مرنير ګيريچ ، د چين د بهرنۍ اقتصادي تبادلې او همکارۍ نړيوال هڅوونکی کلاوس سواب ،د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د ګډون په تړاو د مشهورې نړيوالې تصدۍ مشر ماټسوسهيتا کونوسوکي،د چين او جاپان ترمنځ د سياسي اړيکو د عادي کېدو او د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون څخه ملاتړکوونکی سياستوال اوهيرا ماسايوشي او داسې نورو پنځو تنو ته دا نښانونه ور کول شول.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای