CRI Online

د سترګو ډاکټره مدینه: زه غواړم شینجیانګ ته بیرته ولاړ شم

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 11:22:19
د سترګو ډاکټره مدینه: زه غواړم شینجیانګ ته بیرته ولاړ شم

د ۲۰۰۰ کال په ډوبی کې د چین د لویدیځ په سرحدي ښار کاشغر کې چې له بېجینګ څخه څو زره کیلومتره واټن لري، د شپږم ښوونځي زده کوونکې مدینه په درس ویلو ډیره بوخته وه ځکه چې هغه د ابتدایي ښوونځي په وروستي کال کې وه. دې په ښه او جدي توګه درسونه وویل او ډیره شونتیا شته وه چې د همدغه ښوونځي عصري برخې ته بریالۍ شي. مګر یوه ورځ د ښوونځي مشر نوی معلومات خپاره کړل او هغې هم خپله نظریه بدله کړه.

" په هغه وخت کې مې د ټول شینجیانګ په کچه هیڅ امتحان کې ګډون نه و کړی. زه یوازې په خپل ښوونځي کې مخکښه زده کوونکې وم. د یاد اعلان له اوریدلو وروسته پلار او مور مې هم راڅخه ملاتړ وکړ. ما هم اراده درلوده چې باید دغه فرصت ترلاسه کړم. د هېواد په مرکزي ښارونو کې درس زده کول یو ښه فرصت دی. زه یې باید حتماً ترلاسه کړم. "

په ۲۰۰۰ کال کې د چین حکومت پریکړه وکړه چې په اقتصادي پرمختللو مرکزي ښارونو کې د شینجیانګ د زده کوونکو لپاره ځانګړې ټولګي جوړ شي. همدا رنګه مدینه د بیجینګ په لوهه ښوونځي کې شامله شوه چې سل کلن مشهور ښوونځی دی. په همدې کال د لومړي ځل لپاره د شینجیانګ زر تنه زده کوونکي په بیلابیلو ښو ښوونځیو کې شامل شوي دي. هغې وویل چې بیجینګ ته تګ او سفر د دی لپاره د دایمي یادونې وړ خاطره ده. د اګست په ۲۳ نیټه یې له کاشغر څخه حرکت وکړ، په ۲۴ نیټه یې له نورو ۸۰ تنو ملګرو سره یو ځای په ارومچي کې راغوڼد شول چې په لوهه ښوونځی کې منل شوي دي، ۲۷ نیټه د اورګاډي په وسیله له اورمچي څخه او بالاخره په ۲۹ نیټه بیجینګ ته ورسیدل.

"د اګست ۲۹ نیټه زه هیڅکله نه هیروم. کابو ۴۰ تنو همصنفیانو د اورګاډي په ستېشن کې زموږ لپاره انتظار کولو او موږ ته یې هرکلی او روغبړ وکړ. دغه راز موږ ژر ښه دوستان پیدا کړل. بیا په ښوونځي کې زموږ د اړتیا هر شی چمتو شوي وو مثلاً خوړنځای، لیلیه، خوراکي سامان الات، د اوبو لوښي او داسې نور."

وخت ژر تیریږي. مدینه په لوهه ښوونځي کې څلور کاله تیر کړي دي. اوس مدینه واده کړی دی او حتی د دی خاوند هم پوهیږي لو هه دغه کلمه یې د میرمنې په زړه کې له مینې څخه ډکه ده. د مدینه خاوند دیلمورت اکریم وویل:

"کله چې موږ اشنا شوو، هغې به همیشه لوهه لوهه ویل. ما ترې پوښتنه وکړه چې لوهه څه شی دی؟ هغې وویل چې ما د بیجینګ په لو هه ښوونځي کې درس لوستلی دی. بیا هغې ما ته ډیر عکسونه وښودل چې په کې د دی همصنفیان، ښوونکي او د ښوونځي باغ دي. لوهه د دی لپاره ځانګړې معنی لري. کله چې زه بیجینګ ته سفر کوم، همدغه ځای ته ځم چې د دی په یاد کې دغو ځایونو احساس تازه کړم."

له ښوونځي وروسته مدینه په شي ان کې د ترانسپورټي پوهنتون کلینیکي درمل برخه کې لوړې زده کړې وکړې. له پوهنتون وروسته هغې د شینجیانګ د طبي پوهنتون د سترګو درملنې برخه کې ماسټري واخیسله. اوس که څه هم د مدینه د کار کولو وخت لڼد دی خو کارونو یې د روغتون مشر او همکارانو ستاینه ترلاسه کړې ده. د روغتون د سترګو څانګې مشرې پروفیسرې دینګ لین وویل چې مدینه ټینګ علمي بنسټ لري، د سترګو ناروغیو په اړه لوی لاس او پوهه لري او د ځینو ناروغانو د سترګو عملیاتو په اړه خپل ځانګړی نظریات او تجربې هم لري. دینګ لین وویل:

"موږ دغه احساسوو چې هغه ډیره ښه رویه او اخلاق لري. له ناروغانو، همکارانو یا مشرانو سره ډیره مؤدب او مهربانه هم ده. هغه له شاوخوا کسانو سره ښې اړیکې لري. د نورو کسانو په اړه ډیر ښه فکر کوي. په کارونو کې هیڅ پلمه نه کوي او په فعاله او جدي توګه خپلې دندې اجرا کوي. "

مدینه وویل دا چې له ښوونځي وروسته یې د سترګو درملنې برخه کې زده کړې وکړې او بیا یې په دې برخه کې ماسټري واخیستله او بیا بیرته شنجیانګ ته ستنه شوې ده، د زړه له یو صادق نیت سره یې تړاو لري.

"موږ په لو هه کې درسونه ویل د حکومت له خوا برابر شوی یو ښه ښوونیز فرصت دی. په مرکزي ښارونو کې فرصتونه زیات دي. مګر له ۹ کلونو وروسته چې لویه شوم نو فکر مې وکړ چې باید خدمتونه وکړم. دا د رښتینولۍ او صداقت لامل دی. کله چې زه ۱۴ کلنه شوم، د ژوند او آینده په اړه مې دومره معلومات او فکر نه درلودل. اوس زه په دې پوه شوې یم چې باید کار او خدمتونه وکړم!"


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای