شي جين پينګ د ډسمبر په اتلسمه نېټه د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلوېښتمې کليزې د نمانځنې په ستره غونډه کې وويل، په نوې او عصري زمانه کې د چين د کمونېست ګوند جوړول د چين د ولسي جمهوريت ټينګېدل او د اصلاحاتو او ورخلاصون او د چيني ځانګړتيا لرونکو سوسياليستي چارو پرمخبيول له ۱۹۱۹ کال راهيسې د جين درې تاريخي پېښې دي.
شي جين پينګ وويل، د ماو ځه دونګ په استازيتوب د چين د کمونېست ګوند غړو د چين ولسي جمهوريت جوړ کړ او په چين کې يې د سوسياليستي نظام د پلي کېدو اصل وټاکه. د دنګ شياو پينګ په استازيتوب د کمونست ګوند غړو په بريالي ډول چيني ځانګړتيا لرونکي سوسيالستي پاليسي پيل کړه. د چين کمونېست ګوند له ۲۰۱۲م کال څخه راپدېخوا، د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د پرمختګ نوي پړاو ته رسېدلی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |