CRI Online

شي جين پينګ : چين بايد په پر له پسې توګه د چين د کمونېست ګوند مشرتوب پياوړی او ښه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 12:06:14

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د ډسمبر په اتلسمه نېټه وويل چې د چين له ۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون څخه داسې ښکاري چې د چين د کمونېست ګوند مشرتوب د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم اصلي ځانګړتيا ده او د چين د ځانګړتيالرونکي سوسياليستي نظام تر ټولو لوی غوره والی هم دی .د چين د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګارکول ستر اصول دي او نه بدلېدونکي دي. بايد د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې واک او واحد مشرتوب وساتل شي تر څو د اصلاحاتو،پرمختګ او ثبات ،د کورنيو چارو ،ديپلوماسۍ، دفاعي چارو،د ګوند، هېواد او پوځ د ادارې په شمول بېلا بېلو ساحو کې د چين د کمونېست ګوند مشرتوب وليدل شي.هغه زياته کړه چې د چين د کمونېست ګوند بايد خپل واکمن توان او د مشرتوب سويه لوړه کړي تر څو د اصلاحاتو او ورخلاصون بېړۍ په سم لوري حرکت وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای