د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د ډسمبر په اتلسمه نېټه وويل چې چين بايد د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام پر بشپړتيا او پرمختګ ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه د چيني نظام غوره والی وکاروي او پياوړی کړي.هغه زياته کړه چې چين بايد په ټينګه سره دولتي ملکيت اقتصاد ته پرمختګ ور کړي او د غير دولتي ملکيت اقتصاد پرمختګ دې وهڅوي او د دې لارو چارو لارښوونه دې و کړي ، بايد د پرمختګ ضد د ميکانيزمونو او ګټو په وړاندې شته خنډونه دې له منځه يوسي او اړوند بشپړ ،معياري او اغيزمن سيستم دې جوړ کړي ترڅو ياد نظام لا پوخ او مضبوط شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |