CRI Online

د م م عمومي اسامبلې د کډوالو مسئلې نړيوال تړون تصويب کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 14:49:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې د دسمبر په ۱۷مه نېټه د کډوالو مسئلې نړيوال تړون تصويب کړ څو چې له زيات شمېر بې کوره شويو وګړيو او د کډوالو له سخت بحران سره د مقابلې په اړه له مختلفو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د م م د سرمنشي دايمي مرستيالې امينه محمد د ياد تړون تر تصويبېدو وروسته په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې د دغه نړيوال تړون تصويبېدل د کډوالو د ساتلو او د کډوال منونکو هېوادونو په وړاندې د ستونزو ليرې کولو په شمول برخو کې يو مهم ګام پورته کړی دی. د م م د کډوالو چارو لوړ پوړي چارواکي فيليپو ګراندي دغه تړون د نړيوالې ټولنې د نژدې همکارۍ د قوي څرګندونې په توګه وباله.

دغه تړون په تېرو دوو کلونو کې د م م د کډوالو پروګرام، غړو هېوادونو، ملکي ټولنو، شخصي تصديو او اړوندو کارپوهانو لخوا تر زياتې سلامشورې وروسته جوړ شو. په دغه نړيوال تړون کې هيله ښودل شوې ده چې حکومتونه او شخصي ارګانونه د لا زياتو پانګو په اچولو سره د کډوالو مسئله حل کړي، د بنسټيزو تاسيساتو ابادي پياوړې کړي او د کډوالو په ګټه د ټولنيزو سيمو خدمتونه برابر کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای