CRI Online

د چين او جاپان ترمنځ د سمندري چارو د لوړې کچې لسمه مشوره تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 14:49:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين او جاپان ترمنځ د سمندري چارو د لوړې کچې لسمه مشوره د روانې مياشتې له اوولسمې نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې د جه جيانګ ولايت د جيا شينګ ښار په وو ځن علاقه دارۍ کې تر سره شوې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو دفتر،د دفاع وزارت، د عامه امنيت وزارت،د طبيعي سرچينو وزارت، د چاپيريال وزارت،د ترانسپورټ وزارت،د کرنې او کليوالو چارو وزارت،د انرژۍ د دولتي ادارې،د چين د ژيولوژيکي پلټنې ادارې،د سمندري پوليسو ادارې او د چين د ساينس اکاډمۍ په شمول څانګو او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت،د کابينې دفتر،د سمندري چارو ادارې،د سرچينو او انرژۍ ادارې په شمول د ځينو حکومتي څانګو استازو په دې مشورو کې ګډون کړی و.

دواړو خواوو د مشورتي ميکانيزم په تړاو عمومي غونډه تر سره کړه او د سياست او قوانينو، په سمندري سيمو کې د دفاعي چارو،په سمندري سيمو کې د قانون اجرا کولو او امنيت ، د سمندري اقتصاد په تړاو د څلورو کاري ډلو غونډې يې هم تر سره کړې.د دې ترڅنګ دوی د ختيځ سمندرګي په هکله د نظريو تبادله وکړه او په سمندري چارو کې د همکاريزو لارو چارو په باب يې بحث وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای