CRI Online

ايران هيله لري چې اروپايي ټولنه ورته د ايربس الوتکو د تر لاسه کولو په تړاو قرارداد ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 15:29:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران د دولتي هوايي شرکت عمومي مديرې فرزانه شرف بافي د ډسمبر په اوولسمه نېټه هيله وښودله چې اروپايي ټولنه له امريکا څخه غوښتنه وکړي چې ايران ته د اخيستل شويو ايربس الوتکو د سپارلو په هکله د ايربس شرکت ته اجازه ور کړي.

نوموړې وويل چې د ايران دولتي هوايي شرکت په عمده توګه د مسافرينو لپاره خدمتونو ته پاملرنه کوي، نو هيله لري چې اروپايي ټولنه د امريکا د ماليې وزارت په اړه د بهرنيو دارايو د کنترول له دفتر څخه د يادو الوتکو د سپارلو اجازه تر لاسه کړي.هغې زياته کړه چې تر اوسه پورې د ايربس شرکت يوازې ايران ته درې همدغسې الوتکې سپارلې دي،خو مونږ هيله لرو چې دغه شرکت له قرارداد سره سم ايران ته يادې ټولې الوتکې وسپاري او باور لري چې اروپايي ټولنه په دې برخه کې اجازه تر لاسه کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای