CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان د روغې جوړې بهير له پرمخ بيولو سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 17:19:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د افغانستان د مسئلو په اړه د امنيت شورا په بحث کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان د روغې جوړې بهير له پرمختګ مرسته وکړي.

نوموړي وويل، چين د افغانستان اوسني سياسي بهير او امنيتي او بشري حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي. په اکتوبر کې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې تر سره شوې او سياسي بهير يې نوې مرحلې ته ننوتلی دی. د افغانستان ملي يووالي حکومت پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، سولې او ثبات بوخت دی. په نومبر کې په ژنيو کې د افغانستان د مسئلو په اړه په نړيواله غونډه کې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې کلک ملاتړ تائيد شوی دی. نړيواله ټولنه بايد خپله ژمنه پلې کړي چې په دوامدار ډول له افغانستان سره د سياسي ثبات د ساتنې، د امنيتي چاپيريال د ښه والي، د روغې جوړې بهير د پرمختګ او په خپله د پرمختګ د موندلو په برخو کې مرسته وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای