CRI Online

چين"د خپل برياليتوب پاسورډ" اعلان کړ ، اصلاحات او ورخلاصون به يې لالويې معجزې رامنځ ته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 18:37:29

کله چې نړيواله ټولنه د چين د برياليتوبونو او لاسته راوړنو په اړه په خپلو کې بحث کوي، نو دوی دغه برياليتوبونه چينايي معجزې يا د انسانانو په تاريځ کې حيرانونکي برياليتوبونه ګڼي .

چين څنګه دا معجزې رامنځ ته کړې؟ دې معجزو چين او نړۍ ته څه ګټې رسولې دي؟ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې لمانځغونډې ته د ويناپرمهال په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تاريخ، لاسته راوړنو، اهميت او ارزښت ناکو تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل.

واقعاً چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په چين کې اصلاحاتو او ورخلاصون ډېر مثبت بدلونونه رامنځته کړي چې چينايان پرې ډېر وياړي. د بېلګې په توګه چين د اقتصادي سقوط له څنډې څخه د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک،لومړی لوی توليدونکی هېواد او د تجارتي توکو په سوداګرۍ کې لومړی لوی هېواد ګرځيدلی او په ډېرو کلونو کې يې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د خدمت کچه تر ۳۰٪ لوړه شوې ده. د بې وزلو کسانو شمېر يې۷۴۰ مليونه کم شوی ، د هر تن په سر کلنی عايد ۲۶زرو يوانو ته رسيدلی ، د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر يې لا پسې ډېر شوی. دغه راز چین د نړيوالې ټولنې لخوا د نړيوالې سولې د تامينونکي ، د نړيوال پرمختګ لپاره خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه وپېژندل شو. چين دغه تاريخي برياليتوبونه يوازې په څلويښتو کلونو کې ترلاسه کړي دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د برياليتوب ۹ ارزښتناکې تجربې معرفي کړې چې عبارت دي له: بايد په ټولو چارو کې د چين د کمونېست ګوند پر لارښوونې ، د خلکو پر مرکزيت، د مارکسيزم پر لارښوونکي مقام، د چين د ځانګړتيا لرونکې سوسياليستۍ پر لار او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام پر بشپړتيا او پرمختګ ټينګار وشي، بايد پرمختګ ته لومړيتوب ورکړل شي، بايد ورخلاصون پراخ شي ، بايد ګوندي غړي په ښه او جدي توګه اداره شي او بايد په سمه توګه د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات ترمنځ اړيکې تنظيم شي.

نن د چين اصلاحات او ورخلاصون له څلوېښتو کلونو وروسته د شروع نوي پړاوی ته رسيدلي دي،له يوې خوا د چين کمونېست ګوند په خپل نولسم ملي کانګرس کې د چين د اقتصادي او ټولنيزې ودې لالوړه موخه وټاکله، له بلې خوا د نړۍ په کچه د پروتېکشنيزم، يواړخيزم د نفوذ په زياتېدو سره نړيواله اقتصادي وده له خنډونو سره مخ شوې او د چين د پرمختګ پر وړاندې بهرنۍ فضا لاپېچلې اوبې ثباته شوې ده.

خو چين پدې ښه پوهيږي ،چې د يوه داسې ملک چې څه باندې ۵۰۰۰ کلن تاريخ او تر يو مليارد او۳۰۰ مليونو ډېر نفوس لري، د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره هيڅ درسي کتاب او استاد نه دی درلودلی او دغه برياليتوبونه يې يوازې په عقيدې ،ټينګ هوډ او باور سره ترلاسه کړي . د نوبل اقتصادي جايزه ګټونکي رونارډ کوس داسې وړاندوينه کړې وه چې يو پرانيستي،پراخه سينه لرونکی ، پر خپل ځان باور او ابتکاري قوت لرونکی چين به نړۍ ته لازيات د خوښۍ وړ معجزې وړاندې کړي. چين به په راتلونکو څلوېښتو کلونو ان تر دې زياتو وختونو کې زيات کوښښونه وکړي څو په خپلو عملي اقداماتو سره نومړې وړاندوينه پوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای