د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د اروپايي ټولنې په اړه د تګلارو درېيم سند خپور کړ . دا له ۲۰۰۳ کال او ۲۰۱۴ کال وروسته د چين حکومت درېيم ځل دی چې دغه ډول سند خپروي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ د ياد وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، دغه سند د اروپايي ټولنې په اړه د چين د تګلارو مهمه ښکارندويي کوي او پکې د نوې زمانې لپاره د اروپايي ټولنې په اړه د چين د تګلارو موخې او د راتلونکې يوې مودې لپاره په بېلابېلو برخو کې د چين او اروپا ترمنځ د خبرو اترو او همکاريو د پياوړتيا په موخه مهم تدبيرونه بيان شوي دي.
هوا چون ينګ وويل، اروپايي ټولنه په نړيوال جوړښت کې مهم ستراتېژيکی ځواک دی. چین په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې د اروپايي ټولنې رول او اغېزو ته پاملرنه کوي او په خپلو ډيپلوماتيکو چارو کې يې له اروپايي ټولنې سره د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او کوي يې، پدې وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريو اړيکې لاپسې پراخې او ژورې شوې دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |