د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د ډسمبر په اتلسمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني به د لوړې کچې د سياسي او اقتصادي شخصيتونو په ګډون د يوه پلاوي په مشرۍ له ترکيې څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړي.
دغه اژانس د ايران د ولسمشرۍ دفتر د مطبوعاتي چارو مرستيال پرويز اسمعيلي په قول ويلي چې ولسمشر حسن روحاني به د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان په بلنه له ترکيې څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړي او له ترکي لوري سره به په ګډه د ايران او ترکيې ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د لوړ پوړې کميټې د پنځمې غونډې مشري وکړي. دواړه خواوې به د سياسي، اقتصادي او کلتوري چارو په تړاو ځيني مهم سندونه لاسليک کړي.
له دې امله چې د امريکا بنديزونو د ايران پر اقتصادي پرمختګ ډېرې منفي اغيزې کړې دي، نو اوس ايران له ګاونډيو هېوادونو سره د څو اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |