CRI Online

چين د جاپان د نوي دفاعي سند په اړه دغه هېواد ته ناخوښي او احتجاج څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 14:54:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د جاپان د نوي دفاعي سند په اړه وويل، چې جاپان په دغه سند کې د چين عادي دفاعي ابادۍ او پوځي فعاليتونو ته ګوتڅنډنه کړې او د چين په اړه يې بې اساسه غندنه کړې ده. چين له دې امله جابان ته سخته ناخوښي او احتجاج څرګند کړی دی.

د جاپان کابينې په يوه غونډه کې "د دفاعي پلان پرنسيپ" او "د منځنۍ دورې لپاره د دفاعي ځواکونو د تنظيم پلان" منظور کړ چې له مخې به يې په راتلونکو پنځو کلونو کې خپله دفاعي بودجه ۱۰٪ زياته کړي،له پولې څخه په تېرېدو سره د خپلو دفاعي ځواکونو د دفاعي فعاليتونو سيستم به جوړ کړي، د اوسنيو بېړيو پر ځای به الوتکه وړونکې بېړۍ وکاروي او زيات نوي پوځي تجهيزات به واخلي. په دغه سند کې ډېر محتويات دي چې له چين سره تړاو لري او د چين د پوځي او امنيتي فعاليتونو له امله يې ډېرې اندېښنې پکې څرګندې کړې دي.

هوا چون ينګ وويل،جاپان څو څو ځلې په خپلو سندونو کې د چين عادي دفاعي ابادۍ او پوځي فعاليتونو ته ګوتڅنډنه کړې او د چين به اړه يې بې اساسه غندنې پکې کړې دي. د جاپان دا کړنه د دواړو هېوادونو اړيکو د ښه والي او سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره ګټه نه لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای