CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخصلاصون د ۴۰ مې کاليزې نمانځغونډې ته د شي جين پينګ وينا د نړيوالې ټولنې د توجه وړ ګرځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 15:13:36

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې نمانځغونډه د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه، د چين د دولت رئيس په دغه لمانځغونډه کې يوه مهمه وينا وکړه چې د نړيوالې ټولنې د ډېرې توجه وړ ګرځېدلې ده.

د مصر الاهرام ورځپاڼې د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه په خپل وېبسايټ کې يوه تبصره چې عنوان يې دی چين د خپلو اصلاحاتو او ورخلاصون ۴۰مه کاليزه ولمانځله، خپره کړه او پکې يې ليکلي چې چين په تېرو ۴۰ کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق له لارې ثابت پرمختګ کړی او خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

د جرمني ورلډ(world) ورځپاڼې د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه خبر ورکړ چې چين چې پخوا به يې اقتصادي ودې په عمده توګه د کورنيو اړتياوو او کرنيزو چارو په اتکا پرمختګ کاوه، نن د څلوېښتو کلونو د زيارونو له لارې د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی دی.

د روسيې تاس خبري اژانس د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د شي جين پينګ د وينا په قول خبر ورکړ چې چين له څلوېښتو کلونو راهيسې خپلواکه، ازاده او سوله ييزه ډيپلوماټيکه پاليسي اجرا کړې او د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتېژي يې تطبيق کړې او کوي يې. د چين پرمختګ نورو ته هيڅ ګواښ نه پېښوي.

د اساهي شيمبون ورځپاڼې په ګډون د جاپان يوشمېر لويو رسنيو په خپلو رپوټونو کې د شي جين پينګ د وينا مثبته ارزونه کړې او ويلي يې دي چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د چين اقتصادي وده چټکه او پياوړې کړې او د چينايانو د ژوند سويه يې لوړه کړې ده.

د کوريا جمهوريت د يونهاپ نيوز اژانس په همدې ورځ د چين د يادې نمانځغونډې په اړه څو رپوټونه خپاره کړل او پکې يې د شي جين پينګ د وينا محتوياتو ته ځای ورکړی و.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای