CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې د نمانځنې غونډه په درنو مراسمو سره تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 15:14:17

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې د نمانځنې غونډه د ډسمبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې په درنو مراسمو سره تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي ، د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ پکې يوه مهمه وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اصلاحات او ورخلاصون د چينايانو او چيني ملت په پرمختيايي تاريخ کې يو لوی انقلاب او بدلون دی چې له امله يې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو ستر پرمختګونه موندلي دي.د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلوېښتو کلونو راهيسې راغونډې شوې تجربې د چين د کمونېست ګوند او خلکو قيمتي معنوی شتمنۍ دي او په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د پرمختګ لپاره ډېر مهم لارښوونکی اهميت لري ، نو مونږ بايد دغو تجربو ته ډېر ارزښت ور کړو او له اصلاحاتو او ورخلاصون څخه د لازياتو تجربو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو.

د ۱۹۷۸ کال د ډسمبر په اتلسمه نېټه د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه تر سره شوې وه چې له امله يې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو بهير پيل شو.له ۴۰ کلونو راهيسې د نړۍ په عمومي توليدي ارزښت کې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت برخه په سلو کې له يو اعشاريه اته څخه تر پنځلس اعشاريه دوه سلنې پورې زياته شوې ده. له وروستيو څو کلونو راهيسې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د چين اقتصاد خدمتي ونډه په سلو کې له دېرشو څخه اوښتې ده.

په ياده غونډه کې رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل چې د چين د کمونېست ګوند د ګوندي او دولتي برخليک په هکله د ژور پوهاوي ، د سوسياليستي انقلاب او ابادۍ د تجربو د راغونډولو او پر زمانيز تمايل او د خلکو پر هيلو د پوهېدلو پر بنسټ د اصلاحاتو او ورخلاصون په تړاو تاريخي تګلاره جوړه کړه.هغه وويل اصلاحات او ورخلاصون زموږ د ګوند يو بيداری ګڼل کيږي او په دې بهير کې زموږ ګوند له مفکورې څخه عملونو ته پام اړولی دی .اصلاحات او ورخلاصون د چينايانو او چيني ملت په پرمختيايي تاريخ کې يو ستر انقلاب دی چې له امله يې د چين ځانګړتيا لرونکو سوسياليستي چارو ستر پرمختګونه موندلي دي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ۴۰ کلن بهير او پکې تر لاسه شوې قيمتي تجربې يادې کړې. هغه پر دې ټينګار وکړ له ۴۰ کلونو راهيسې د اصلاحاتو او ورخلاصون لاسته راوړنې نه دي پخپله رامنځته شوې او دا د نور احسان هم نه دی ، بلکې د ټول ګونداو بېلا بېلو قومونو د خلکو د زيار ايستلو له لارې تر لاسه شوې کارنامې دي. په تېرو لسګونو کلونو کې مو د صنعتي کېدو بهير پای ته رسولی ،خو پرمختللو هېوادونو د دې لپاره څو سوه کالونه لګولي دي.موږ پر هغو چينايانو ډېر وياړو چې د حيرانۍ وړ کارونه يې تر سره کړي دي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې له ۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون څخه ښکاري چې د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کميټې له درېيمې عمومي غونډې راهيسې د دې ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو قومي وګړو له خوا پيل شوی د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لار،پلې شوې مفکوره ، نظام او کلتور پوره سم دی او په دې بهير کې جوړه شوې ګوندي بنسټيزه تيوري،پاليسي او ستراتيژي هم پوره سمه ګنل کيږي. د چين پرمختيا د عصري کېدو په لور د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لپاره بريالۍ تجربې برابرې کړې او روښانه اينده يې هم ښودلې ده چې دا د نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره عښتلی ځواک دی او د انساني مدنيت د پرمختګ لپاره د چيني ملت مهم خدمتونه هم دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای