د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پارلمان د ډسمبر په اتلسمه نېټه د رايګيرۍ له لارې هغو درېيو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه، چې ددې هېواد صدراعطم عادل عبدالمهدي ورپېژندلي وو.
د عراق اوسنی حکومت لا هم پنځه وزيران نه لري او تر اوسه پورې د حکومت اييتلافي ګوندونه د کورنيو چارو، دفاع او عدليې وزيرانو د ټاکلو په اړه موافقې ته نه دي رسيدلي.
د عراق د پارلمان ټولټاکنې د سږ کال د مې په دوولسمه نېټه تر سره شوې، او صدراعظم عادل عبدالمهدي د اتو وزيرانو په نشتون کې ددې هېواد د صدراعظمۍ دنده پر غاړه واخېسته. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |