CRI Online

ګوټريس د کډوالو مسئلې نړيوال تړون د پلې کولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 15:42:12
ګوټريس د کډوالو مسئلې نړيوال تړون د پلې کولو غوښتنه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د ډسمبر په ۱۸مه نېټه وويل کډوال د نړيوال اقتصادي پرمختګ د هڅولو او د متقابل تفاهم د ژورولو لپاره قوی ځواک دی. نړيواله ټولنه بايد د دې تړون په لوري د کډوالو کارونو له لارې ټولو کسانو ته ګټې ورسوي.

ګوټريس په همدې ورځ د کډوالو د نړيوالې ورځې د يادولو په فعاليت کې وويل، د کډوالو کارونو له کبله څو مليونو کسانو د پرمختګ نوي فرصتونه پيدا کړي او د دوی اصلي هېواد او اوسنی استوګن هېواد ته يې ګټې رسولې دي. خو که دغه کارونه په ښه توګه نه اجرا کېږي، نو دغه کارونه ښايي د توپيرونو د سختېدو سبب وګرځي او د حکومت په اړه به د خلکو باور کمزوری شي.

نوموړي وويل، د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه په مراکش کې د کډوالو د نړيوالې مسئلې په اړه د م م د حکومتونو ترمنځ په غونډه کې د کډوالو مسئلې نړيوال تړون تصويب شو، دا پر سم لوري د نړيوالې ټولنې يو مهم ګام دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای