CRI Online

ډونالډ ټرمپ د امريکا د فضايي قوماندانۍ د جوړولو په اړه يادښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 16:18:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د يوه يادښت په لاسليک کولو سره د دغه هېواد له دفاع وزارت څخه غوښتنه وکړه چې فضايي قومانداني جوړه کړي څو په لوړه فضا کې د جګړې کولو توان پياوړی شي. نوموړي همدارنګه له دفاع وزير څخه وغوښتل چې د قوماندان او مرستيال قوماندان د کانديدانو نوملړ وړاندی کړي.

دغه قومانداني د امريکا يوولسمه ګډه جنګي قومانداني ده او د ستراتيژيکې قوماندانۍ سره برابره ده او د ټولو وسلوالو ځواکونو د مستقيمې لارښوونې حق لري. عموما ګډه جنګي قومانداني د امريکا د دفاع وزارت لخوا مستقيمه اداره کيږي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای