CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د پرمخبيولو لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 16:46:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د دسمبر په ۱۸مه نېټه د م م په امنيت شورا کې د منځني ختيځ مسئلې په اړه د بحث په وخت کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سولې د نوي پړاو خبرو اترو د تر سره کېدو لپاره دې کوښښ وکړي.

ما جاو شيو وويل چې اوس د منځني ختيځ مسئلې پېچلې او شخړې روانې دي او د روان وضعيت دوام د اندېښنې وړ دی.د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د مسئلې سرچينه ده چې د دې سيمې له دايمي امنيت او پرمختګ سره تړاو لري. په دې وروستيو ورځو کې د اردن سيند لوېديځې غاړې او د غزې سيمې امنيت او بشري حالات سخت دي چې د سيمه ييز ثبات او د سولې د بهير پرزيان دي. چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د ځايي وګړو د امنيت او سولې او ثبات د عمومي وضعيت په رڼا کې دې د وضعيت له ترينګلتيا څخه ډډه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای