CRI Online

د چين په اصلاحاتو او ورخلاصون کې شاهد،ګډون،وقف او شريک

cri     (GMT+08:00) 2018-12-19 21:28:21

د چين اصلاحات او ورخلاصون چې په ۱۹۷۸ کال کې پيل شو، نه يوازې دا چې په ژوره توګه يې چين بدل کړی، بلکې نړۍ هم ترې په ژوره توګه اغېزمنه شوې.

چين چې د تېرو ۴۰ کلونو لاسته راوړنو ته سترګې په لار و،نو د يو هېواد په توګه پوهېږي چې له بهرنيو ملګرو څخه څنګه مننه وکړي، طبيعي ده چې چين به هغه بهرنيان هېر نه کړي چې له چين سره يې مرسته کړې ده.

د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې په لمانځغونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل چې له ټولو بهرنيو ملګرو او د نړۍ له ټولو هغو خلکو څخه مننه کوم چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري کولو ملاتړ کوي. په عين وخت کې لسو بهرنيو ملګرو د چين د اصلاحاتو د ملګرتيا ميډالونه ګټلي دي. دغه ګټونکي د بېلابېلو هېوادونو له طبي، توليدي، برقي، سپورټي، خدمتي، سياسي ، مالي او نورو برخو څخه دي. دوی يو ګډ نوم لري: د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون شاهدان او مرسته کوونکي دي.

په حقيقت کې، لسګونه زرو بهرنيانو د چين په اصلاحاتو او ورخلاصون کې برخه اخيستې ده. ياد لس ګټونکي د غوره استازو په توګه نه يوازې د نړۍ لپاره د چين د پرانستلو نقشه ده ، بلکې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره د دوی له کارونو څخه د چين د دوامدار پرمختګ بهير څرګندېږي . د دوی په استازيتوب زيات شمېر بهرنيو ملګرو ستر خدمتونه کړي دي. چينايان به هېڅکله دا هېر نکړي.

البته، پرمختللی چين هم نړۍ ته ډېر حيرانونکي نوښتونه راوړي دي. د چين لوی بازار د ډېرو نړيوالو شرکتونو لپاره د اقتصادي ودې نوی ټکی ګڼل کېږي. چين د ډېرو کلونو لپاره د نړۍ اقتصادي ودې سره له ۳۰ سلنې څخه زياته مرسته کړې ده. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې اقتصادي او سوداګريزې همکاريزې سيمې جوړې کړي چې له امله يې څه د پاسه ۲۰۰ زرو ځايي وګړو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

له۲۰۰۴ کال راهيسې چين څه د پاسه ۳۰۰ ځلې نړيوالې بشري مرستې برابرې کړي چې په منځنۍ توګه يې هر کال د زياتوالي انډول ۲۹ اعشاريه ۴ سلنې ته رسېږي. برسېره پر دې چې د م م د سوله ساتنې په عملياتو کې فعال ګډون کوي او هم يې د وروسته پاتې هېوادونو ته لږ تر لږه۱۰ مليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت پورونه لغوه کړي او افريقايي هېوادونو ته يې لږ تر لږه د ۶۰ مليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت د پرمختګ پانګې برابرې کړي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې چين په چټکۍ سره د نړۍ مرکز ته رسېدلی او د نړيوال مرستندويه ونډه اخيستونکي او د نړيوال نظم ساتونکي په توګه پېژندل شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای