CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ۲۰۱۹ کال د رارسېدو مېلمستيا جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 09:46:23

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دسمبر په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د هرکلي په مناسبت مېلمستيا جوړه کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر ښاغلي هوانګ کون مينګ په دغه مېلمستيا کې ګډون وکړ.

هغه له بېلا بېلو برخه والو کورنيو او بهرنيو مېلمنو سره خبرې اترې وکړې او د چيني کيسو د ويلو او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې په برخه کې دوی له هڅو څخه يې مننه څرګنده کړه. هغه زياته کړه چې ۲۰۱۹ کال به د نوي چين د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر وي. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د چينايانو لخوا د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو او زيارونو له امله په چين کې ستر بدلونونه راغلي دي. هيله ده چې بهرني ملګري کله کله چين ته راشي، د چين د پرمختګ په اړه واقعي حالت دې تر لاسه کړي او او د چين په اړه واقعي او هراړخيز معلومات دې نړۍ ته وړاندې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای