CRI Online

چين، اروپايي ټولنې، جاپان او هند د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د سوداګرۍ ساتونکو تدبيرونو د نيولو له امله پر امريکا نيوکه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 09:53:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د دسمبر په ۱۹مه نېټه د امريکا د سوداګريزو تګلارو په اړه خپله ۱۴مه څېړنه پای ته ورسوله. د ۱۷مې او ۱۹مې نېټې په غونډو کې د چين، اروپايي ټولنې، جاپان او هند په شمول د دغه نړيوال سازمان څو غړيو له يو کال راهيسې د فولادو او المونيم پر وارداتي توليداتو د ګمرکي تعرفو د زياتولو په شمول د امريکا لخوا د خپلې سوداګرۍ ساتنې په موخه پر يو لړ يواړخيزو تګلارو نيوکې وکړې. خو امريکا د خپلو تګلارو د دفاع کولو تر څنګ وغوښتل چې برعکس ټول تورونه پر چين ولګوي.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال مرکچي دې ته ځواب ورکړ: د امريکا په خوله کې د سوداګرۍ اوسنۍ نړيوالې قاعدې د امريکايي تصديو او کارګرو په ګټه نه دي. د سوداګرۍ پر څواړخيز سيستم د امريکا منفي نظرونه او په دې اثر بې سنجشه کړنې کټ مټ د اوسني سوداګريز بحران د رامنځته کېدو اساسي لامل دی. امريکا په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصادي هېواد دی او د ننني نړيوال اقتصادي نظام او د سوداګرۍ څواړخيز سيستم عمده ګټه کوونکی هم دی. هيله ده چې امريکا پر دې خپلې سترګې پټې نه کړي او پر نورو دې غندنه و نه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای