د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې په سوريه کې د داعش پر ضد پوځي عملياتو کې پرمختګ شوی، امريکا له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل وکړ.
د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سندرز د دسمبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد خبر پخلی وکړ او و يې ويل چې امريکا او ملګري به يې هر وخت له اړتيا سره سم د پوځي عملياتو په تر سره کولو سره د امريکا ګټې وساتي. دوی به د ترهګرانو لخوا د ځمکو، پانګو او ملاتړ د تر لاسه کولو او امريکا يا ملګرو هېوادونو ته د ننوتلو د مخنيوي لپاره لاسونه سره يو کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |