د چين د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چيني تصديو لخوا د بهرنيو پروژو د بشپړو شويو چاروي اندازه له ۷۱۰ مليارډه او ۵۷۰ مليونو يوانو څخه اوښتې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۲٪ زياتوالی موندلی دی.
د معلوماتو له مخې، په ۱۹۷۸ کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له پلې کېدو راهيسې چيني تصديو په بهر کې د پروژو قراردادونو په لاسليکولو پيل کړی دی. له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې په بهر کې د چيني تصديو لخوا د بهرنيو پروژو په اړه د لاسليک شويو قراردادونو عمومي اندازه له ۱۹۸۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې او د تر لاسه شويو چارو اندازه يې ۱۳۴۰ مليارډه امريکايي ډالره دي چې هر کال په منځنۍ توګه څه باندې ۲۰٪ زياتوالی مومي. د بهرنيو پروژو د جوړولو په برخه کې د چيني تصديو لخوا د سيالۍ توان تر زياتې اندازې پورې پياوړی شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |