CRI Online

د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نيمه کې په چين کې د ډيجټالي اقتصاد عمومي پيمانه ۱۶ زره مليارډو يوانو ته رسېدلې ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 11:10:41

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د صنعت او او معلوماتي کېدو چارو وزارت تر نظارت لاندې د چين د معلوماتو او مخابراتو څېړنيز انستيټوټ د دسمبر په ۱۹مه نېټه د يو رپوټ په خپرولو سره څرګنده کړه چې د ابتدايي شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نيمه کې چين کې د ډيجټالي اقتصاد عمومي پيمانه ۱۶ زرو مليارډو يوانو ته رسېدلې او د همدې مودې د کورني توليد په عمومي ارزښت کې ۳۸.۲سلنه يې نيولې ده.

په همدې ورځ ياد څېړنيز انستيټوټ د G20 هېوادونو د ډيجټالي اقتصاد د پرمختګ په اړه يو څېړنيز رپوټ خپور کړ او ترې څرګند شوي چې د ډيجټالي اقتصاد د پرمختګ له لحاظه G20 هېوادونه په دريو ډلو ويشل کېږي. امريکا تر ټولو مخکښ په دې برخه چټک پرمختګ کوي، چين، جاپان، جرمني، بريتانيا، فرانسه او د کوريا جمهوريت ور پسې په دوهمه ډله کې ولاړ دي او هند، برازيل، کانادا، ايتاليا، مکسيکو، روسيه، استراليا، اندونيزيا او جنوبي افريقا په درېيمه ډله کې خپل ځايونه ساتلي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای