د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ډسمبر په اتلسمه نېټه د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کليزې په ستره لمانځغونډه کې مهمه وينا وکړه. د هانکانګ او مکاو خبري رسنيو د شي جين پينګ د وينا لوړه ستاينه کړې ده.
د هانکانګ د دا ګونګ ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د اوه مليونو هانکانګيانو په ګډون د ټولو چينايانو په ژوند کې ستر بدلون راوستلی دی او دا تګلاره د ټولو لپاره نعمت او سعادت دی.
د هانکانګ د ون هوې ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې شي جين پينګ په خپله وينا کې د يادې پاليسۍ د غوره کېدو په ۴۰ کلونو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه په منظم او ښه ډول بيان کړل.
د مکاو ورځپانې په ګډون د مکاو په عمده خبري ورځپاڼو کې په پر له پسې توګه د شي جين پينګ د دې مهمې وينا راپورونه خپاره شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |