CRI Online

په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۹۸ چنده زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 18:36:59

د چين د ګمرکاتو ادارې مرستيال رئيس ځو جي وو د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پلي کېدو سره په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د بهرنيو سوداګريزو صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۹۸ چنده زيات شوی چې د نړۍ په سوداګرۍکې تر ۱۱٪ زياته برخه نيسي او له دې سره چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.

نوموړي په همدې ورځ د مرکزي نيوز اژانس په کوربهتوب په يوه فورم کې په خپلو خبرو کې وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې پربنسټ د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې د حيرانۍ وړ زياتوالی راغلی او منځنی زياتوالی يې ۱۴.۵٪ ته رسيدلی دی. اوس د چين د ۱۴۰۰ ډولو تجارتي توليداتو صادراتي اندازه په نړۍ کې لومړی ځای نيسي، بهرنۍ سوداګرۍ په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه نږدې ۲۰۰ مليونو چينايانو ته روزګار پيدا کړي او د نړۍ په سوداګرۍ کې يې ونډه له ۰.۸ ٪ څخه ۱۱٪ ته زياته شوې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای