CRI Online

پوټين : د روسيې او چين تر منځ همکارۍ د نړيوالو حالاتو او ثابت پرمختګ لپاره ګټورې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 09:13:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د ډسمبر په شلمه نېټه په مسکو کې په يوه کلنۍ مطبوعاتي غونډه کې د سينهوا اژانس خبريال پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، د روسيې او چين تر منځ د همکاريو پياوړتيا د نړيوالو حالاتو د ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی او لوبوي به يې.

هغه وويل، روسيې او چين نه يوازې په اقتصادي ساحه، بلکې په امنيتي ساحه کې هم همکارۍ تر سره کوي. په عين وخت کې، دواړو هېوادونو په نړيوالو چارو کې مثبتې همکارۍ کړې دي او دا د نړيوالو حالاتو د ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول لري.

هغه وويل، کېدای شي سږ کال د روسيې او چين تر منځ د معاملو ارزښت سل مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. له دې ارزښت څخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ ښه حالات څرګندېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای