CRI Online

د امريکا د ماليې وزارت د روسيې پر ۲۲ شخصيتونو او شرکتونو بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 09:33:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د ډسمبر په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره به نړيوالو اصولو ته د سپکاوي په تور د روسيې پر ۱۸ شخصيتونو او ۴ شرکتونو د بنديز لګولو اعلان وکړ.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا په نظر، دغو ۱۸ شخصيتونو او ۴ شرکتونو د نورو هېوادونو په سياسي چارو او د ټولټاکنو په جريان کې لاسوهنه لري. په امريکا کې د دغو شخصيتونو او شرکتونو شتمني کنګل شي او امريکايانو ته اجازه نه شته چې دغو کسانو او شرکتونو سره معاملې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای