د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه په انقره کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، پر ايران باندې د امريکا بنديزونه د سيمه ييز امنيت او ثبات د ويجاړېدو سبب دی، ترکيه به له ايران څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او په بېلا بېلو ساحو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
اردوګان وويل، ترکيه پر ايران باندې د امريکا له يواړخيزو بنديزونو څخه ملاتړ نه کوي، دغه بنديزونه ناعادلانه دي او د منځني ختيځ سيمه ييز امنيت او ثبات ته ګواښونه رسوي. ترکيه او ايران به د سيمه ييزې شخړې د ختمولو او سيمه ييزې سولې د ضمانت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. برسيره پر دې، دواړه خواوې به خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي سوداګريز ارزښت به له اوسنيو ۱۱ مليارډو ډالرو څخه ۳۰ مليارډو ډالرو ته لوړ کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |