د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د بنسټيزو تاًسيساتو د پانګونې بانک د م م د ليدونکي غړي په توګه د ټاکل کېدو موافقه ليک د ډسمبر په شلمه نېټه د م م په ۳۷مې عمومي اسمبلۍ کې تصويب شو.
د اسيا د بنسټيزو تاًسيساتو د پانګونې بانک د چين په غوښتنه جوړ شوی لومړی څو اړخيز پولي بانک دی. د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له اندونيزيا څخه د ليدنې په وخت کې د دې بانک د جوړولو غوښتنه کړې وه. ۵۷ غړو هېوادونو په ۲۰۱۵م کال د دې بانک د جوړولو تړون لاسليک کړ. دغه تړون د همدې کال د ډسمبر په ۲۵مه نېټه نافذ شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |