CRI Online

د م م په ۷۳مه عمومي اسامبلۍ کې په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پرېکړه تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 11:48:57
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د چين په زيار او وړانديز سره د م م په ۷۳مه عمومي اسامبلۍ کې په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلې کولو پرېکړه چې د چين او د ۷۷ هېوادونو ډلې لخوا وړاندی شوې، تصويب شوه.

دا د م م د عمومي اسامبلۍ په تاريخ کې لومړی ځل و چې په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پرېکړه تصويب شوه. د بېوزلۍ له منځه وړل تر ۲۰۳۰ کال پورې د پرمختګ په اجنډا کې د ټاکل شويو ۱۷ موخو لومړۍ موخه ده. د دې اجنډا د پلې کېدو له درېيو کلونو راهيسې په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په نړۍ کې نږدې اتيا سلنه سخت بېوزله کسان په کليوالو سيمو کې اوسيږي، دوی د بنسټيزو تاسيساتو، ښوونې، طبي روغتيا، پولي خدمت او ټولنيز ضمانت په شمول زياتو برخو کې له راز راز ستونزو سره مخ دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای