CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې شي ځانګ ته د تګ په برخه کې د امريکا له نوي قانون سره مخالفت څرګند کړ 

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 11:52:21

د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې شي ځانګ ته د تګ په برخه کې د امريکا له نوي قانون سره مخالفت څرګند کړ 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا کانګرس ولسمشر ټرمپ ته د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين شي ځانګ ته د تګ قانون وړاندې کړ، ولسمشر ټرمپ ياد قانون لاسليک کړ چې اوس يې قانوني بڼه غوره کړې ده. په دغه قانون کې د شي ځانګ سيمې د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې تور لګول شوی او امريکا د دغه تش په نامه قانون له لارې غواړي، چې چيني مامورينو ته د ويزې ورکولو په برخه کې د سپکاوي تګلاره غوره کړي.

چين وايي، چې د امريکا دغه قانون د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه بولي. د چين ملي ولسي کانګرس له دې قانون سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.

چين وايي، چې د شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او د بهرنيو هيوادونو لاسوهنې ته پکې هېڅ اجازه نه شته. له ۲۰۱۵ کال راهيسې نږدې ۴۰ زرو امريکايانو شي ځانګ ته سفر کړی دی. د امريکا په دغه قانون کې په حقيقت سترګې پټې شوي او پر چين بې ځايه تورونه لګيدلي دي، چې دا چين ته په هيڅ وجه د منلو نه دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای