د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د فلسطين په پلازمينه رام الله کې د لارو د نښلولو پروژې چې د چين حکومت په مرسته جوړې شوې، د پرانيستې مراسم ترسره شول.
په فلسطين کې د چين موقتي شارژدافيرې جين ينګ، په بهرنيو چارو کې د فلسطين د ولسمشر مشاور ماجدی الخلدی او د رام الله ښاروال موسی حديد په شمول ځينو مامورينو په ګډه په دغو مراسمو کې د چين حکومت په مرسته ترسره شوې پروژې پرانيسته وکړه او په همدغه ځای کې د لويې پيمانې ماشينونو په کار پيل وکړ.
مېرمن جين ينګ په دغو مراسمو کې وويل، له دې پروژې څخه ښکاري چې د چين او فلسطين ترمنځ اړيکې په دوامداره توګه ټينګې شوې او چين د فلسطينيانو له کارونو څخه ملاتړ کوي. هيله ده چې دغه پروژه به د دواړو هېوادونو د همکاريزو پروژو يوه نمونوي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يو پل وګرځي.(هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |