د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د انټرنيټي امنيت په اړه د امريکا د غلطې وينا او کړنې په اړه خبرې وکړې.
هوا چون ينګ وويل، د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه امريکا د انټرنيټي امنيت په اړه پر چين بې دليله تور لګولی، د انټرنيټ له لارې د رمزونو د غلا کولو په تشې او چټي پر دوو چينايانو دعوا وکړه. د امريکا دغه کړنه له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده او د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ ته يې زيان رسولی. چين له دې سره کلک مخالفت کوي او امريکا ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی دی.
مېرمن هوا چون ينګ وويل، د انټرنيټي امنيت په اړه د چين حکومت دريځ تل څرګند دی. چين د انټرنيټي امنيت کلک ملاتړ کوونکی دی او تل يې له انټرنيټي غلاوو سره مخالفت کړی او له دې کار سره يې مقابله کړې او کوي يې. د چين حکومت هېڅ کله په انټرنيټي غلا ګډون نه دی ګډون کړی او په دا ډول کړنو کې يې له هېچا څخه ملاتړ نه دی کړی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |