CRI Online

شي جين پينګ د چين او هند د کولتوري تبادلو د ميکانيزم د لوړې کچې لومړنۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 17:33:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين او هند د کولتوري تبادلو د ميکانيزم د لوړې کچې لومړۍ غونډه د دسمبر په ۲۱مه نېټه په نوي ډيلي کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي چې چين او هند لرغوني تمدن لرونکي هېوادونه دي او لرغونی تاريخ او ځلاند کولتور لري. دواړو لويو تمدنونو له لرغونو وختونو راهيسې نژدې اړيکې درلودلې دي، له يو بل څخه يې زده کړې او د بشري پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.اوس د چين او هند اړيکې په فعاله توګه پرمختګ کوي او متقابل سياسي باور په پر له پسې توګه ژور شوی او خپلمنځي واقعي همکاري په چټک ډول روانه ده. د چين او هند ښې او پر واقعيتونو ولاړې اړيکې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټورې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای