CRI Online

د اقتصادي کارونو په اړه د چين د مرکزي حکومت غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 20:09:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اقتصادي کارونو په اړه د چين د مرکزي حکومت غونډه د ډسمبر له ۱۹ مې تر ۲۱ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست د مرکزي کمېټې عمومي منشي ،د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د يادې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له نورو شپږو غړو سره په دغه غونډه کې ګډون کړی و او دې غونډې ته يې په خپلې وينا کې په ۲۰۱۸ کال کې د اقتصادي کارونو يادونه وکړه، اوسنی اقتصادي وضعيت يې وڅېړه او د ۲۰۱۹ کال لپاره يې د اقتصادي کارونو په اړه سپارښتنې وکړې.

په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وشو چې راتلونکی کال به د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ مې کليزې سره برابر وي او په چين کې په بشپړه توګه د نسبتاً شيتمنې ټولنې د جوړېدو لپاره ډېر ارزښت لري، نو په ۲۰۱۹ کال کې به اقتصادي کارونه ډېر مهم وي.

په غونډه کې ټاکل شوي چې په راتلونکي کال کې به په چين کې مثبته مالي تګلاره او د پيسو ثابته تګلاره پلې شي، ګمرکي ماليات او ځيني لګښتونه به لاپسې کم شي، د پيسو تګلاره به برابره شي او د شخصي او کوچنيو تصديو لپاره به د پانګو راغونډولو ستونزې د حل لپاره زياتې هڅې وشي.چين به خپل ورخلاصون لا پراخ او پياوړی کړي، خپل بازار ته به د بهرنيو پانګونو د جلبولو لپاره شرايط اسانه کړي او د بهرنيو سوداګرو حقه حقونه په تېره بيا د پوهې مالکيت حقونه به په ښه توګه وساتي. صادراتي او وارداتي سوداګرۍ به پراخې کړي او صادراتي بازار به پراخ کړي. بايد د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو او د اړوندو خطرونو د حل لپاره به زياتې هڅې وکړي. دغه راز د يو کمربند او يوې لارې په اړه به د نړيوالې همکارۍ دوهم فورم جوړ کړي . د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته به زياته پاملرنه ورکړي ، په فعاله توګه به د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې برخه واخلي څو سوداګري او پانګه اچول لاازاده او اسانه شي. دغه راز د چين او امريکا د مشرانو هغه موافقه به عملي کړي چې په ارجنټاين کې يې د کتنې پرمهال کړې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې خبرې اترې به پرمخ يوسي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای